اسلام د انسان له اجتماعی سره د هغه پر شخصي مسئلو زیاتوالی او هم د انساني چلندي او ګفتاري ارتباطاتو څرنګوالی په دغه مکتب کې له ډير اهمیّته برخمن دی. صداقت،امانداري ،خوش اخلاقي او داسې نور ډير اخلاقي فضایل شده چې ډیره توجه ورته شوې ده او دوی ته امر شوی دی او په مقابل کې دروغ خیانت او پر چا دروغ تړل یا بهتان ، تهمت او داسې ځیني نور هغه اخلاقي رذلایتونه دي چې اسلام نهي کړي او د نفرت وړ واقع شوي دي . جدال یا شخړه هم له نورو سره دانسان له ګفتاري ارتباط سره اړونده یوه اخلاقي موضوع ده؛ دغه ارتباط کله هم د یوې داسې ناروغۍ په بڼه رابرسیره کیږی چې باید وپيژندل او د درملنې هڅه ئې وشي.
د اخلاقو په علم کې د جدال او شخړې معنا، پر مقابل لوري د غلطې لپاره په کلام کې سختوالی او لفظي شخړه ده . کله هم انسان له خپل مقابل لوري سره جدال یا شخړې ته مخه کوي، یا له دغه کارڅخه الهي غرض لري یا پخپلو نفساني خواهشاتو پسې وي،نوپه شخړې کې شیطاني انګیزه هغه مهال وي چې انسان هڅه کوي پر نورو د مقام، ځائيګي ،پیسو، یا دنورو موخو په غرض برلاسی ولرل شي..کله هم له جدال څخه موخه ا لهي وي. په دغه ډول شخړې یا جدال کې انسان هڅه کوي څو نادان کس پوهه کړي او ورته هدایت وکړي.
په آیتونو کې جدال ته دوه ډوله توجه شوې ده. لومړی ددغه آیت په څير لکه چې فرمائي؛ مَا يُجَادِلُ فِي آيَاتِ اللَّهِ إِلَّا الَّذِينَ كَفَرُوا »(غافر/4)یوازې هغه کسان چې کافران شوي دي او دخداي په ایتونو کې جدال کوي)؛ رټي او هغه نفي کوي. وهم ډول؛ د« ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ »(النحل/125) ؛په حکمت او پوهې او تفکر سره ئې د خپل پروردګار لارې ته دعوت کړه او له هغوي سره ښه چلند وکړه(مجادله وکړه):: په څير جدال او جګړه ئې تائيد کړې ده . اوس دا چې په دقت سره په نیکۍ د جدال په قسمونو کې پوهیدلی شو چې د دوي په مینځ کې هیڅ ډول تضاد نشته ،بلکې قران کریم دا له هغه ډول جداله نفی کوي چې په شیطاني انګیزو سره ترسره کیږي او له بل پلوه په الهي انګیزو سره جدلا نیک ګڼي.
رتل شوی جدال او شخړه په باطني ځیږو او نفی شوو صفتونو کې ریښه لري.ددغه ناخوښ چلند سرچینه، د غوسې ، ددنیا مینې او تکبر په څير رذالتونه دي او له ځان سره بدې اغیزې لري. نفاق ته کاږل، دروغو وئیل او ددښمنۍ رامینځةکول،په شیطاني انګیزې سره د جدال منفي پایلې دي. هغه کس چې د جدال لپاره کافي توان نه لري او په عین حال کې ورته مخه کوي،پر دې سربیره چې له نورو سره د هغه ترمینځ د اختلاف اور زیات کړي، ممکنه ده ، د خپلو خبرو ددفاع لپاره دروغ ووائي او حتی نفاق ته وکاږل شي.
د هغه جدال او د خولې شخړې د درملنې لپاره چې عقل او شرعې رټلې ده ، دوه لارې شته دي . یوه لاره د جدال سپير اوشوم آثارو او اغیزو یادونه او له هغو باطني نفرت دی او بل نورو ته داحترام روحیې رامینځةکول او ښو ا خلاقو پیاوړتیا ده.